IQNA

نتنیاهو رسما  د اور بند منلو ته مجبوره شو

10:51 - June 25, 2025
د خبر لمبر: 3491314
ایکنا- د بین یامین نتنیاهو دفتر په رسمي اعلامیې کې ووئيل، چې له دولس ورځني جنګ ووروسته د امریکا د ولسمشرډونلډټرمپ  په وړاندیز سره  ئې له ایران سره د اوربند خبره منلې ده.
نتنیاهو رسما  د اور بند منلو ته مجبوره شو

ایکنانیوز دالقدس العربی له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر نتنیاهو دفتر پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، اسرائيلو له ایران سره د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشرله وړاندیز سره موافقه کړې ده.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي، اسرائيلله ایران سره په جنګ کې په دفاع او ګډون کې د امریکا د ملاتړ  په خاطر د دغه هیواد دولسمشر ټرمپ مننه کوي.

نتنیاهو  ددغې  اعلامیې له صادریدا وروسته ټينګار کړی چې اسرائيل به  د اور بند هر ډول خلاف ورزۍ ته په قدرت سره ځواب و رکړي.

په عین حال کې د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو  د دوشنبې په مازدیګر هم  د کابینې غونډه جوړه کړې وه څو  دوه اړخیز وضعیّت وسپړي.چې هماغه وخت هم وئيل کیدل چې نتنیاهو له ټرمپه غوښتي څو په دغه جنګ کې ګډون وکړي او یا د اور بند لپاره هڅه.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د اسرائيلو په وسیله د ا مریکا د ولسمشر د اور بند وړاندیز منل  تائيد شوي دي، خو خبرداری ئې ورکړی دی چې هر ډول خلاف ورزۍ ته به په قدرت سره ځواب ورکړي.

په عین حال کې د صهیونیسټ رژيم د پوځ زیرمه ځواکونو جنرال  راپور ورکړی، دا ایران  دی چې د حالاتو کنټرول ئې په لاس کې اخستی دی  او د اوربند وخت ئې وټاکه.

هغه زیاته کړې ده، مونږ  په ډيره لوبه بیّه یوازې  ځان لپاره  د څو کلونو  آرامښت او  د  خپلو راتلونکو نسلونو  لپاره د ډير درد او کړاؤنه  اخستي دي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران اسلامی جمهوریت په زغره وئیلي دي،دا ایران نه ،بلکې دا صهیونیسټي رژيم ؤ چې جنګ ئې پیل کړ او اوس دا د ایران په لاس کې ده چې جنګ پاي ته رسوي، او صهیونیسټي رژيم او دهغو ټولو ملاتړو په تیره د دوي همیشنۍ ملاتړې امریکا ته ئې درنده څپیړه ورکړې څو په راتلونکي کې  هم له ایران سره په احترام سره خبرې وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4290562

captcha